په بغلان ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Oct 02 2024 1:15 PM
yui
د بغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د عبدالله بن عباس (رضی الله عنه) د مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې، د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي، د پوهنې رياست مسئولينو، دولایت مقام مرستیال، علماءکرامو او د خلکو استازو ګډون درلود.
د بغلان ولايت پوهنې رياست د مسئولینو د څرګندونو له مخې: د دغه دیني مدرسې ودانۍ څه د پاسه ۴ مېليونو افغانيو په لګښت د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي لګښت جوړېږي، چې ټولې لازمې آسانتياوې به ولري.
په ورته مهال د پوهنې رئيس او نورو مسئولينو په ټول هېواد کې د ديني او عصري علومو د پراختيا او پياوړتيا په تړاو د پوهنې وزارت د موخو په اړه خبرې وکړې.
د خلکو په استازيتوب يو شمېر کسانو د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS