د نیمروز ولایت پوهنې ریاست اداري او تدریسي غونډه ترسره شوه
د نيمروز ولایت د پوهنې رئيس مولوي يار محمد حقيار په مشرۍ، د کارکوونکو اداري او تدریسي غونډه د دغه رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې مولوي یارمحمد حقیار د پوهنې د اهمیت او په هېواد کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې او همدارنګه د پوهنې ریاست کارکوونکو مسوولیتونه یی د پوهنې په ډګر کې خورا مهم و بلل.
د پوهنې رییس لخوا په اداري او تدریسي مسایلو هر اړ خیزه خبرې وشوې او د چارو د لا ښه والي او په وخت د تطبیق په موخه یې د غونډې ګډون والو ته لازمې لارښوونې وکړې.
