مطبوعاتي اعلاميه
د پوهنې وزارت او يو شمير ملي او نړيوالو موسسو ترمينځ د همکارۍ ۱۸ هوکړه ليکونه لاسليک شول
نن د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې له ځينو ملي او نړيوالو موسسو سره د همکارۍ ۱۸ هوکړه ليکونه د پوهنې وزارت سرپرستې ميرمن رنګينې حميدي او يادو موسسو استازو په شتون لاسليک شول.
ټاکل شوې چې د دې هوکړه ليکونو پر بنسټ، د يو يا دوو کلونو په اوږدو کې لاندې برنامې به د هيواد په ۱۱ ولايتونو (کابل،هرات ،ډايکنډي، باميان، بلخ، پنجشير، پروان، کاپيسا، ننګرهار، کندهار او غور) کې پلې شي.
۱- د ۴۶۹ تقويتي ټولګيو جوړل (رياضيات، کمپيوټر، انګليسي ژبه او ۱۶۵۸۸ زده کوونکو ته د کانکور آماده ګي)
۲- د پينځو ښوونځيو په جوړولو او سمبالولو، ۳۲۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپيريال برابرول.
۳- د سواد زده کړې ۲۵ کورسونو جوړونه.
۴- په ۸ برنامو کې ۲۷۳۰ معلولو زده کوونکو ته د ځانګړو تعليماتو زمينه برابرول.
۵- ۱۰۸۰۰ زده کوونکو ته د ورزش، حفظ الصحې او کتابتوني فعاليتونو د زمينې برابرول.
۶- د ۱۰۰۰ښوونکو د ظرفيت لوړونه.
۷- د زده کوونکو پوهاى او ځواکمنول، ښوونځي ته د تګ برخه کې، اولسواکى نظام، او ښاري حقوق.
پاتې دې نه وي چې د يادو برنامو لګښت چې ټولټال ۲۵۸ ميليون، ۵۶۴ زره او ۲۴۵ افغانۍ اټکل شوي، د ملاتړو موسسو لخوا ورکول کيږي.
