مطبوعاتي اعلاميه

media-moe
Sun, May 09 2021 4:27 PM
مطبوعاتي اعلاميه

څرنګه چې څرګنده ده پرون مازيګر د کابل ښار دشت برچي سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي مخته بريد و شو، چې په پايله کې يې د زده کوونکو په ګډون يو شمير ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول

د پيښې په لومړنيو شيبو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين عطاالله واحديار د معارف ښار له ټيم سره يو ځاى د پيښې ځاى او روغتونو ته لاړل او د دې پيښې په اړه يې خپل او د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي تسليت او همدردي وړاندې کړه، او دغه ترهګريز بريد يې په کلکه وغنده او د پيښې له قربانيانو سره يې په دې توګه غمرازي وکړه

ښاغلې واحدیار وویل موږ د مظلوميت له اوښکو پرته بله هيڅ د دفاع وسيله نه درلوده چې له ځانه دفاع وکړو، هغه څه چې په ميدان کې له موږ پاتې وول قلم او کتاب وه بس، هغه زیاته کړه له علم او پوهې سره دښمني له خداى سره دښمني ده

‎د دې پیښې د شهيدانو او کورنيو سره د غمرازۍ په موخه نن هم د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين معين ډاکټر سردار محمد رحيمي او د سرچينو او ادارې معينه ميرمن وکتوريا غيوري د پيښې له ټپيانو او د بريد له ځايه ليدنه وکړه

‎ ډاکټر سردار محمد او میرمن ویکتوریا غیوري د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو او د ښوونځي له چارواکو سره د دې پيښې په تړاو خپل تسليت او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل او دغه وحشيانه بريد يې په کلکو ټکو وغنده

ښاغلي رحیمي وویل: ښوونځي او مدرسې د علم او پوهې ځايونه دي، چې زموږ ماشومان هلته ليک و لوست او ديني زده کړې کوي او د هغوى وژنه په هیڅ ډول د توجيه وړ نه ده او تنکي ماشومان بايد د دې تاوتريخوالو قرباني نه شي

په پاى کې د پيښې شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا هيله و شوه

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS