فراه ولایت کې د نويو ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه
پوهنې وزارت، فراه: د جلالتمآب ولسمشر تر مشرۍ لاندې د " سل ورځې او سل زیري" برنامې د یوې برخې په توګه له ۱۱۰۰۰ اعلان شوېو بستونو څخه، ۱۵۶ بستونه فراه ولایت ته ځانګړي شوي.
یادو بستونو ته د نوم لیکنې پروسه د فراه د پوهنې رئیس وحیدالله شیراني او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیسې آغلې راحلې مشعل په ګډون سره پیل شوه.
د فراه ولایت پوهنې رئیس وحیدالله شیراني د دغه ولایت ښوونځیو لپاره د نويو ښوونکو په ګمارنې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه:موږ هیله لرو، چې د ۱۵۶ نويو ښوونکو په ګمارلو سره، د دې ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمبود ستونزه تر یو بریده حل شي.
هغه زیاته کړه، چې نویو ښوونکو د ګمارنې چاره به په بشپړه روڼتیا سزه ترسره کیږي او د هر ډول فساد مخنیوی به کیږي.
