لغمان ولایت کې له یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

media-moe
Tue, Apr 20 2021 11:23 AM
لغمان ولایت کې له یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

پوهنې وزارت، لغمان: د ( HHRD )موسسې له لوري لغمان ولایت کې له يتيمو زده کوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په مرسته شويو توکو کې اوړه ، غوړي، وریژې، لوبیا، بوره، مالګه او خرما شامل دي، چې د بیلابیلو ښوونځیو (۱۷۶) تنو یتیمو زده کوونکو ته وویشل شول.

د دې توکو د ویش غونډه کې د پوهنې ریاست د نشراتو عمومي مدیر شاه ولي نقشبندي د ( HHRD ) موسسې له چارواکو مننه وکړه او له يادې موسسې يې وغوښتل چې د مرستو دا لړۍ همداسې وغځوي او راتلونکي کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د دې ترڅنګ د یادې موسسې مشر له پوهنې ریاست سره د نورو مرستو ژمنه هم وکړه.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS