د ډایکندي ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو بهیر پبل شو
د پوهنې وزارت، ډایکندي: د ډایکندي ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او د ښوونځیو ښوونکو ته د کرونا وایروس د واکیسن لګولو بهیر د یاد ولایت د والي محمد ضیا همدرد، پوهنې رئیس رحمت الله سیرت، د عامي روغتیا ریاست استازي علي خان ارام، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو، د عالمانو د شورا رئیس، ښوونکو، زده کوونکو او د رسنیو د استازو په ګډون پيل شو.
د دغه ولایت والي محمد ضیا همدرد د دې ولایت د عامې روغتیا له ریاست څخه په مننې سره وویل: د کرونا وایروس واکسین لګول د هغو کسانو لپاره خورا ګټور او اړین دی، چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې درنه دنده ادا کوي .
نوموړي د عامې روغتیا پر چارواکو هم غږ وکړ څو د واکسین لګولو بهیر کې ښوونکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه د پوهنې رئیس د روغتیایی کارکوونکو له هلو ځلو او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له مرستو او هڅو مننه وکړه او د ډایکندي ولایت له ټولو ښوونکو یې وغوښتل چې د کرونا واکسین ولګوي، څو د یاد وایروس له ګواښونو خوندي اوسي، پرته له کومې اندیښنې د ګلالیو ماشومانو زده کړییز بهیر پرمخ بوځي او د تیر کال رخصتي جبران کړي.
