د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د جرنیل کلاه په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځۍ د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ غرفې تشنابونه لري، چې په یوه وخت کې د ۲۴۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د اقراء پروګرام له لارې د ۱۱ نورو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
