کاپیسا کې د دوه بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
د پوهنې وزارت، کاپیسا: د کاپیسا ولایت د کوهستان لومړۍ حصې د قلعه میر پفدم د نجونو او د نجراب ولسوالۍ د زکریا خیل د هلکانو د ښوونځیو نوې ودانۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.
د ښوونځيو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو معینې آغلې سحر همدرد، د ولایت د مقام د ټولنیزو چارو مرستیال ډاکتر بیاني سلیمي، د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار، قومي مشرانو، د پوهنې ولایتي مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.
د کاپیسا د پوهنې رییس د یادو ښوونځيو د ودانیو له بشپړېدو خوښي وښوده او د دې ورته نورو پروژو د تمویل له امله د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه مننه وکړه.
د پوهنې رییس خوندي تعلیمي چاپیریال د ښوونې او روزنې یو له مهمو عناصرو څخه وګنل او زیاته یې کړه: د دې ودانیو په پرانستلو سره به د زرو تنو زده کونکو ستونزه د درسي خونو د نشتوالي له امله حل شي.
د یادو ښوونځيو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په مالي مرسته د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوي، چې هره ودانۍ ۱۰ درسي خونې او نور ښوونیزې آسانتیاوې لري چې د ودانیو له پرانېستلو سره سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو لپاره خوندي درسي چاپېریال برابر شویدی.
