په بامیانو کې د ملي یوالي شهید د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د پوهنې وزارت، بامیان: د بامیان ولایت مرکز اړوند د ملي یوالي شهید د ښوونځي نوې ودانۍ د نوموړي ولایت والي سید انور رحمتي، د پوهنې رییس محمد ایوب امیري، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپا ګراندي، په افغانستان کې د کډوالو اداري رییس کرولین وان بورین، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو او زده کوونکو په شتون کې د پټی په پریکولو سره پرانیستل شو.
د نوموړي ښوونځي ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډ والو چارو ادارې ( UNHCR) په مالي مرسته د ۳۵۱ زرو امریکایي ډالرو په لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوی، چې ۱۴ درسي خونې، لابراتوار، کمپیوټر لېب، ۸ اداري خونې، د احاطي دیوال، تشنابونه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوي لري، چې په یوه وخت کې به ۵۶۰ زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلافي د یاد وزارت برنامې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې دغه وزارت د تعلیم په برخه کې ټینګار کوي ځکه تعلیم د یوې ټولنې د پرمختګ اساس دی.
همدارنګه په یاده غونده کې د بامیانو والي سید انور رحمتي، د پوهنې رییس محمد ایوب امیري، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمرې نجیبه معصومي او د بامیانو ولایت د راستنېدونکو چارو استازو هم خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغه ښوونځي کې تر ۲۶۷۷ ډیر زده کونکي په زده کړه بوخت دي او په ټولیزډول د بامیان ولایت په مرکز کې تر ۲۲۰۰ زره ډیرې کورنۍ به د دې ښوونځي څخه ګټه پورته کړي.
