د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په مشرۍ د ښوونې او روزنې کیفیت ښه والي او اصلاحاتو په موخه پوهنې وزارت یوه غونډه تر سره کړه
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي په مشرۍ د ښوونې او روزنې کیفیت ښه والي او اصلاحاتو راوستلو په موخه د ټولو معینانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې یوه غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر ټینګار وکړ چې د وزارت مشرتابه د مثبتو اصلاحاتو راوستلو په لاره کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي لپاره مهمې لارې چارې لرې چې د پوهنې لسیزې په وروستیو کې به د يوې پرمختللې او د هر راز ننګونو څخه پاکې ښوونې او روزنې لیدونکي واوسو.
د پوهنې وزارت معینانو او مرکزي رئیسانو د خپلو اړوندو بنسټونو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اصلاحاتو راوستلو او د شته ستونزو د له مینځه وړلو په لاره کې علمې ګامونه او لارې چارې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
