خبري اعلامیه
پوهنې وزارت _ کابل : تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د بویه زار ناصري د نجونو لیسې اداره؛ د نامالومو کسانو لخوا سوځول شوې ده. تر دې مهاله د یادې لیسې د ادارې د سوځېدو علت نه دی څرګند شوی خو امنیتي بنسټونو ته د دغې پېښې د څېړنې او د پېښې د عاملینو د پېژندنې په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د یادې پېښې په پایله کې د زده کوونکو د سوبتیا کتاب، کتابتون او د ادارې یو شمېر چوکۍ له منځته تللي دي.
د بویه زار ناصري د نجونو په لېسه کې ۷۰۰ نجونې په زده کړو بوختې دي.
اوسمهال د اورلګېدنې له امله زده کوونکې لېسې ته د درس ویلو لپاره ندي حاضرې شوې.
د پوهنې وزارت دغه کړنه غندي او د دغه کار عاملین د علم او پوهې دښمنان بولي.
پوهنې وزارت په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چې د ښوونځیو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له دې وزارت سره مرسته وکړي.
