د ډاکتر بلخي په شتون کي د ښوونځي او مدرسې نژدي کیدو په موخه د پوهنې وزارت غونډي
پوهنې وزارت-کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د وزارت مشرتابه غړو په شتون کي د ښوونځي او مدرسې نژدي کیدو په موخه پوهنې وزارت دوامداره غونډي چمتو کوي.
وروستي غونډه چي د پوهنې وزیر، معینانو او د وزارت مشرتابه غړو سره مل وه د اسلامي زده کړو اصلاحات او د ښوونځي او مدرسي ترمینځ د ډیر نژدیوالي رامینځ ته کیدو په اړه خبري وکړي.
ډاکتر بلخي په دي غونډه کي یاده کړه چي پوهنې وزارت د عمومي زده کړو ترڅنګ اسلامي زده کړو ته هم یو ډول پاملرنه کوي او د پوهنې په لسیزه کي د ښوونځي او مدرسي ترمینځ واټن کمیدل د یاد وزارت با ارزښتنه لاسته راوړنو څخه یادوي.
