د افغانستان لپاره د تیکا دري پرواګرمونو پای او د پوهنې وزیر په شتون کي د ستاینلیکونو ویش
د پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کي د افغانستان پوهنې لپاره د ټیکا دري پرواګرامونو په پاي کي ګډونکوونکو ته ستاینلیکونه وویشل شول.
په دي پرواګرام کي چي تیره ورځ د چنګاښ په ۱۳ مه نیټه د ښوونکو په کور(د پوهنې وزارت یوه څانګه) کي جوړه شوي وه. پوهنې وزیر ډاکتر بلخي او د ښوونیز نصاب او ښوونکو روزنې معینه آغلي مرجان متین، دترکيي هیواد د پوهنې وزارت پلاوي او دټیکا د دفتر غړو شتون درلود.
ډاکتر بلخي د افغانستان د ښوونې او روزني له پرمختګ څخه د ترکيې هیواد له دوامداره ملاتړ نه مننه وکړه او د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو د ښوونیز نصاب مدیرانو او متخصصانو ته د پوهنې په لسیزه کي ښوونیزه ارتقاء اثر لرونکي یاده کړه.
ډاکتر میرویس بلخي د ټیکا ظرفیت لوړوني دورو له ګډوانوالو څخه غوښتنه وکړه چي خپلي تجربي له ښوونکو سره شریکي ترڅو غوره نتیجه ترلاسه شي.
په افغانستان کي د ټیکا رئیس رجايي قلینچ د دي موسسي له ۳ دریو پروګرامونو څخه یاده کړه چي په وروستیو ورځو کي د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب کارکوونکو،د ښوونکو روزني پروګرام او لیسي دوري ښوونکو ته ظرفیت
لوړوالي پرواګرامونه د ترکي متخصصینو په شتون کي ترسره شو.
قلنچ د افغانستان ښوونې او روزني لپاره د زیاتو همکاریو د دوام خبر هم ورکړ.
