مطبوعاتي خبرتیا
کابل ښار کي د ځانمرګي برید له امله د ۵۰ څخه د زیاتو زده کوونکو ټپي کیدل
پوهنې وزارت- کابل: دکابل ښار نني برید کي ۵۰ څخه زیات زده کوونکي ټپيان او د پيښي سیمه ته نژدي ۵ بابه ښوونځيو ته ضرر رسیدلي دي.
دا چاودنه چي نن سهار ۹ بجي وشوه د عزیر ۲ نمبر خصوصي ښوونځي ۵۰ تنه زده کوونکي د اتمي ناحيي غازي سټډیوم په سیمه او یو تن د ستاره ښوونځي زده کوونکي د نهمي ناحيي په سیمه کي د ودانۍ د ښیښو ماتیدو په ترڅ کي سطحي ټپیان شوي .
اوس مهال د ټپي شویو زده کوونکو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
همدارنګه په دي چاودنه کي د نازو انا، لامعه شهید ښوونځي چي په ۱۶ ناحيه کي او د ستاره لیسه، رنا او مقام لیسو چي په نهمه ناحیه کي موقعیت لري د ودانیو ښیښي ماتي شوي .
پوهنې وزارت په جګړه کي د ښکیلو غاړو څخه غواړي ترڅو د زده کوونکو، ښوونکو او ښوونې او روزنې د کارکوونکو همداشان د ښوونځيو او د پوهنې مربوطه تاسیساتو ته ضرر و نه رسوي.
