د پوهنې وزیر داکتر بلخي د کابل ښار عبدالهادي داوي له لیسي څخه لیدنه وکړه
د پوهني وزارت- کابل: د پوهنې وزیر داکتر بلخي د ولایتي او مرکزي ښوونځیو لیدلو په لړ کي دا ځل د کابل ښار نهمي ناحیي د عبدالهادي داوي له عالي لیسي څخه د ښوونیزو خدمتونو او ټولګيو نه لیدنه وکړه او د دي تر څنګ يي د ښوونځي تدریس او زده کړي له پروسي نه بیا کتنه وکړه.
د پوهنې وزیر داکتر بلخي د نوموړي لیسه د مدیر او ښوونکو څخه د پرتو ستونزو له اوریدو وروسته وویل چي د پوهنې وزارت مشرتابه په مرکز او ولایتونو کي د ښوونیزو خدمتونو د لاپراختیا ملاتړ کوي
د یادوني وړ ده چي د عبدالهادي داوي لیسه د لمړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوری ۳۳۰۰ زده کوونکو ته د ښووني او روزني خدمتونه وړاندي کوي او یاده لیسه ۸۷ ټولګي لري چه په سهار، ماسپښین او د شپي له خوا زده کړي وړاندي کوي.
