د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټیکا د دوه نويو پروګرامونو له مخې، د ۱۰۰ تنو ښوونکو لپاره د ښوونيز پروګرام چمتو کول او د کابل پلچرخي او قندهار ولایت کې د دوه بابه ښوونځیو جوړیدل:

media-moe
Mon, Jun 10 2019 4:06 PM
د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټیکا د دوه نويو پروګرامونو له مخې، د ۱۰۰ تنو ښوونکو لپاره د ښوونيز پروګرام چمتو کول او د کابل پلچرخي او قندهار ولایت کې د دوه بابه ښوونځیو جوړیدل:

پوهنې وزارت- کابل: په افغانستان کې د ترکې هیواد د همکارۍ او همغږۍ دفتر ( ټیکا ) د خپلو همکاریو پر دوام غواړي، چې د کابل پلچرخي او کندهار ولایت کې دوه بابه ښوونځې جوړ او د ۱۰۰ تنو ښوونکو لپاره یو ښوونیز پروګرام چمتو کړي.

دا خبري د پوهنې وزیر ښاغلي ډاكټر محمد میرویس بلخي او د ټیکا رئیس ښاغلي رجايي قلنچ ترمینځ ترسره شوې.

ښاغلي بلخي د هيواد د ښوونې او روزنې په برخه كې د ټيکا له پاملرني خوښي وښوده او په دې برخه كې يې د ياد بنسټ د همکاریو د دوام او غښتلتیا غوښتونکي شو.

د ترکې هیواد د همکارۍ او همغږۍ دفتر ټیکا رئیس رجايي قلنچ په دې لیدنه کې د نوموړي بنسټ لخوا ترکې هیواد ته د کابل او ولایتونو نه د ۳۷ تنو زده کوونکو د لیږلو خبر هم ورکړ.

ښاغلي قلنچ همدارنګه وویل، چې د ترکي ( T R T ) تلویزیون هوډ لري، چي په کابل کې د ۶۰ تنو زده کوونکو لپاره د (ویدیوګرافي) یوه څلور ورځنې ښوونيزه دوره چمتو کړي.

د ویلو ده، چي د تركې هيواد د همكارۍ او همغږۍ دفتر ټیکا غواړي په پلچرخي کې د اوسیدونکو مهاجرو ماشومانو لپاره د ۸ ټولګيو درلودونكى يو باب ښوونځی او دغه شان په قندهار کي يو باب ښوونځى جوړ کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS