د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول
د لوګر ولایت برهکيبرک ولسوالۍ اړوند د چهلتن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د سیمې اوسېدونکو له لوري برابر شوی دی.
د دغو درسي خونو په جوړېدو سره د ۲۵۰ تنو زدهکوونکو د درسي ټولګیو کمښت ستونزه هواره شوې ده.
