پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره شوې.
په یادو ازموینو کې ټولټال۵۶۸۰ تنه طالبانالعلم نوملیکنه او ګډون کړی و، چې د هویت له تثبیت او د ازموینو ملي ادارې له لوري د بایومټریک پروسې له بشپړېدو وروسته، د اسلامي زدهکړو معینیت په همکارۍ ترسره شوې.
