په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو
د خوست ولایت نادرشاه کوټ لېسې لپاره د یادې لېسې د شورا غړو او د سیمې اوسېدونکو په ملاتړ د ۱۰۶ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو، د خلکو د دغه نېک اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل:« د یاد لمریز سیسټم په فعالېدو سره د دغې لېسې له څه باندې ۲۰۰۰ زدهکوونکو او ۵۲ تنو ښوونکو او اداري کارکوونکو سره د درسي او اداري چارو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي».
