د پنجشېر ولایت له یوه ښوونځي سره د درسي توکو مرسته وشوه
د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند د خواجه عبدالعزیز منځني ښوونځي زدهکوونکو ته د یوه عله پرور هېوادوال له لوري د لیکلوست وسایل او درسي توکي ووېشل شول.
د ياد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، له زدهکوونکو وغوښتل چې له دغو توکو څخه د خپلو زدهکړو په بهیر کې غوره او اغېزمنه ګټه واخلي.
