د پوهنې وزارت خبرتیا داوطلبۍ اعلان
پوهنې وزارت په پام کې لري چې د روان ښوونیز کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۱۵ قلمه قرطاسیه توکو د پېرودلو او چمتو کولو پروژې قرارداد، د جان محمد بابرزي سوداګریز او لوژستیکي خدماتي شرکت ته، چې د کابل ښار د شهر نو، صدارت څلورلارې په سیمه کې موقعیت لري، د ۳ میلیونه او ۷۲۴ زره افغانیو په قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي، خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له اړوندو دلایلو سره یو ځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار د ده افغانانو په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده؛ تر څو چې پورته ټاکل شوی مهلت بشپړ او قانوني پړاوونه ترسره نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
