د اقرأ پروژې په اړه په افغانستان كې د نړيوال بانګ WB له استازو سره د پوهنې وزير ليدنه

media-moe
Mon, May 20 2019 2:16 PM
دیدار وزیر معارف با نمایندگان بانک جهانی(WB) در افغانستان با محوریت پروژه "اقرأ"

په دغه غونډه كې چې د اقرأ پروژې د پليكيدو په اړه د پوهنې وزارت په مقر كې ترسره شوه په افغانستان كې د نړيوال بانګ استازو خپل وروستي راپورونه د يادې پروژې د تطبيق په اړه د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد ميرويس بلخي ته وړاندې كړل.
د پوهنې وزير په نوموړې پروژه كې د نړيوال بانګ له ملاتړ څخه مننه وكړه او له دواړو لوريو څخه يې وغوښتل ترڅو د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه كې د اقرأ پروژې د تكميل او بشپړيدو په اړه په ګډه كار وكړي.
د پوهنې وزارت رهبرۍ د دې وزارت د نويو برنامو لكه د Functional review، د پوهنې وزارت د كاركوونكو د بايومتريك، په هيواد كې د متوازنو زده كړو په برخه كې د ښوونيزو چارو د پراختيا لپاره د ولاياتو د پوهنې رياستونو د صلاحيتونو د لوړولو په برخه كې د نړيوال بانګ له لوري د ملاتړ غوښتنه وكړه.
په افغانستان كې د نړيوال بانګ استازي كريستن اندو د پوهنې د پرمختګ په برخه كې د پوهنې وزارت هڅې وستايلې او په افغانستان كې يې د اقرأ پروژې اوسنى حالت تشريح كړ.
د يادونې وړ ده، چې په ياده ليدنه كې د پخوانيو پروژو په اړه، چې د دواړو لوريو لخوا تر كار لاندې وې هم خبرې وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS