د سړو سیمو او ولایتونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل او د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د اوړي رخصتیو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونځيو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر په لاندې ډول پیلېږي:
* له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د ابتدایه دورې د زدهکوونکو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د چنګاښ/سرطان په ۲۵مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه به پای ته ورسېږي.
* له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځيو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د چنګاښ/سرطان په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه به دوام ولري.
* همدارنګه د اوړي رخصتۍ به د یادو ازموینو له پای ته رسېدو وروسته پیل او د زمري/ اسد میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
