پکتیکا ولایت کې د مدارسو مهتممینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې ورکشاپ ترسره شو
د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د دیني مدارسو ۱۵۰ تنو مهتممینو او ناظمینو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د روزنیزو برنامو پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د اسلامي زدهکړو د کیفیت لا ښه والي لپاره له فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
