د پنجشېر له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه
د پنجشېر ولایت د ښوونځیو ښوونکو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د درسي مرستندویه توکو ۳۱۸ کڅوړې د یاد ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ وسپارل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو بستو کې قرطاسیه، تباشیر او نور درسي مرستندویه توکي شامل دي، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱۷۶ زره او ۸۶۹ افغانۍ اټکل شوی دی.
