په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ښوونځی چې د ۱۲ زره متره مربع ځمکې پر سر په اساسي او معیاري ډول جوړ شوی، ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، په اړینو وسایلو سمبال ازمېښتون، د اوبو رسولو سیسټم، لمریز برېښنا شبکه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د یادې ودانۍ د جوړولو ټول لګښت ۱۹.۴۸ میلیونه افغانۍ دی چې د پوهنې ملاتړ کوونکې یوې ادارې په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوي ښوونځي تر دې وړاندې اساسي ودانۍ نه لرله او اوسمهال پکې ۴۶۸ تنه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
