د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته اداري اسناد او درسي توکي ولېږدول شول
د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چاپ شوي اداري اسناد او فورمې ولېږدول شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې په یادو توکو کې چاپ شوي اسناد او اداري فورمې شاملې دي، چې د ریاست د ورځنیو چارو د سمون او چټک پرمختګ لپاره اړینې دي.
