په زابل ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو ته د درسي موادو کڅوړې ووېشل شوې
د پوهنې یو همکار بنسټ، د زابل ولایت د ښوونځیو له ښوونکو سره ۱۰۵۰ کڅوړې درسي موادو مرسته وکړه، کوم چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۷۷ زره او ۹۲۰ افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د همکارو بنسټونو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، په دغه برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې او یاده مرسته یې د دغه ولایت د ښوونې او روزنې د بهیر ښه والي لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
