د پنجشېر ولایت له ښوونځیو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه
د یو همکار بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳۶۴ کڅوړو درسي مرستندویه توکو مرسته شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي محمود طالب ثاقب د وینا له مخې؛ په دغو مرستو کې درسي کتابونه، قلمونه او کتابچې شاملې دي چې ټولیز ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په خبره، د دغو توکو په وېش سره به د ښوونځیو سلګونو زدهکوونکو او طالبالعلمانو ته تعلیمي اسانتیاوې برابرې شي.
