د لوګر ولایت ښوونځیو ته ازمیښتوني توکي توزېع شول
د لوګر ولایت ۱۱۷ بابه ښوونځیو ته ښوونیز ازمیښتوني توکي او مواد ووېشل شول.
وېشل شوي وسایل او مواد چې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه برابر شوي دي، چې پکې د هر ښوونځي لپاره د ساینسي او ریاضي مضمونونو اړوند ۲۵ قلمه اړین ازمیښتوني وسایل او مواد شامل دي.
د لوګر ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دا مهال د یاد ولایت ۱۵۲ بابه ښوونځي فعال او مجهز ازمیښتونونه لري، چې د ساینسي مضمونونو عملي زدهکړو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د چارواکو په خبره، هره ورځ سلګونه تنه زدهکوونکي په پورته ذکر شویو ازمیشتونونو کې په عملي زدهکړو بوخت وي.
