د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو نوى رئیس معرفي شو
محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب، چې مخکې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست رئیس و، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معين محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري د ياد وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معين په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال، د پخواني رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرزاق صدیق له کړنو ستاینه وکړه، مسوولیت یې یو دروند امانت وباله او نوي رئیس ته یې د خپلو دندو په ترسره کولو کې د بریاوو هیله څرګنده کړه.
په پای کې، د مدارسو او دارالحفاظونو نوي رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په بشپړې همکارۍ سره د دغه ریاست چارې په منظم ډول پر مخ یوسي.
