د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو
د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ احسنالعلوم دیني مدرسې لپاره د ۳۶ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا یو سیسټم نصب او فعال شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر په دې اړه وویل: د برېښنا یاد سیسټم د سیمې د خلکو له لوري پېرودل شوی، چې موخه یې د مدرسې طلابو لپاره د ښوونیز چاپېریال ښه کول او د زدهکړې اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیمې د خلکو دغه ډول همکاري د پوهنیزنظام لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
