د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري د کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په اتلسم پړاو کې، هېواد له راستانه شويو ۱۹۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده وویل: ټاکل شوې هغه زدهکوونکي چې شرایط پوره کړي، د خپلو زدهکړو د دوام لپاره د کابل ښار د رسمي ښوونځیو لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو ته ور وپېژندل شي.
