د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه
د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو، ښوونکو، د تعلیمي بنسټونو استازو او د سیمې د خلکو په حضور کې په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۴ اداري خونې لري او د جوړولو ټول لګښت یې یو میلیون او ۵۰ زره افغانۍ شوی دی.
