هرات ته د پوهنې وزير سفر څلورم ريپوټ
د پوهنې وزير په هرات كې د بابا زنګي عطا ليسې څخه د ليدلو پر مهال د دغه ليسې ستونزو ته د رسېدو په برخه كې ژمنه وكړه.
پوهنې وزارت – هرات: د پوهنې وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي د بابا زنګي عطا د نجونو او هلكانو ليسې څخه د ليدلو پر مهال د يادې ليسې ستونزو او مشكلاتو ته د رسېدو ژمنه وكړه.
په دغه ليدنه كې چې هرات ولايت ته د سفر په دويمه ورځ ترسره شوه ښاغلي بلخي د نوموړې ليسې ټولې هغه ستونزې او مشكلات په ځانګړي ډول هغه ټولګي چې ودانۍ يې نه درلودې او زده كوونكو تر خيمو لاندې زده كړې كوولې له نږدې وليدې.
ښاغلي بلخي زده كوونكو ته په خپله وينا كې له دوى څخه وغوښتل چې د خپل هيواد د پرمختګ او ترقۍ په موخه خپلو زده كړو ته دوام وركړي.
د يادونې وړ ده چې د بابا زنګي عطا د نجونو او هلكانو ليسه د هرات ولايت په نهمه تعليمي حوزه كې موقيعت لري چې ۶۵۰۰ تنه زده كوونكي پكې زده كړې كوي.
