فاریاب ولایت کې د ۵ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې بشپړې شوې
د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د پنځه بابه ښوونځيو بیارغونې چارې تر بشپړېدو وروسته، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوې.
پورته ذکر شوې پروژې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره د ۳ مېلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوې، چې پکې د ښوونځیو د ودانیو بیارغونه، رنګول، د نویو درسي خونو جوړول او د نورو اړینو اسانتیاوو رغول شامل دي.
