پروان ولایت کې د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Aug 06 2025 9:42 AM
3

د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار په دولانه کلي کې د ۴۰ زره ۲۵۳ امریکایي ډالرو په لګښت د یوې نوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، پوهنې رئیس، مسئولینو او د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر نورو چارواکو او د خلکو استازو په حضور کې کېښودل شوه.
لومړی د پروان ولایت پوهنې مسئولینو په ټولنه کې د علم او پوهې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو په اړه یې معلومات ارایه کړل.
ورپسې د پروان ولایت د اقتصاد رئیس محترم حافظ مجیب الله رحیمي د ځوانانو د تعلیم او روزنې د رول په اړه د خبرو ترڅنګ، د ښوونیزو او روزنیزو ادارو له چارواکو وغوښتل چې زده‌کوونکي په اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.
د چارواکو په وینا: دغه مدرسه د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ له ټولو اړینو ملحقاتو سره په پاخه او اساسي بڼه جوړېږي؛ چې له یو کال څخه په کم وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS