د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د بوکسېنګ سیالۍ پیل شوې
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت د طرحې پر بنسټ، د کابل ښار د ښوونځیو سټورټي لوبغاړو ترمنځ د بوکسېنګ سیالۍ د یو شمېر چارواکو، سپورټي ښوونکو، زدهکوونکو او مینه والو په حضور کې پیل شوې.
یادې سیالۍ چې ټولټال ۲۰ تنه لوبغاړي به پکې برخه واخلي، د بوکسېنګ په برخه کې د غوره څېرو ټاکنې په موخه پیل شوې دي او پلان شوې ده چې د دې سیالیو ګټونکی به ملي ټیم ته وګمارل شي.
د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې، چارواکو په خپلو ویناوو کې یادونه وکړه چې د پوهنې وزارت د ځوانانو روغتیا او تندرستي ته جدي پام کوي او د سپورټ لوبو ته د هغوی هڅولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.
