په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ په تاس کلي کې د شهید نور احمد لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې رغنیزې چارې یې څه موده وړاندې د سیمه ییزو خلکو په ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت په ۲ جرېبه ځمکه کې پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو او د نورو سیمه ییزو ادارو د چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې ۸ درسي خونې لري، په بشپړیدو سره یې د زدهکوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شو.
د پوهنې وزارت د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د غزني علم پروره خلکو له مرستې هرکلی کوي.
