د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
Sun, Jun 29 2025 3:50 PM
221

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري پروسو په اړه یو معلوماتي سیمینار ترسره کړ.
د یاد سیمینار د پرانیستې مراسمو کې د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د پروسو ساده کولو رئیس محترم مولوي بریالي ابدالي او د تعلیمي ادارو یو شمېر نورو منسوبینو ګډون درلود.
د لوګر ولایت پوهنې رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست پرمهال، د چارو ادارې لوی ریاست له کړنو ستاینه وکړه او تینګار یې وکړ چې روڼتیا، آسانتیا او اغېزمن کاري چاپېریال رامنځته کول د یوې ادارې له بنسټیزو اصولو څخه دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو پروسې رئیس د همدغه سیمینار موخې او نور مهم اړخونه تشرېح کړل او د یو شمېر ساده شویو پروسو په اړه یې اړین معلومات وړاندې او ویې ویل: پلان لرو چې دغه ډول پروګرامونه د هېواد په ټولو ادارې کې پلي کړو، چې تر تطبیق وروسته به یې قوي څارنه ترسره شي او له ټولو ګډون‌والو یې وغوښتل چې د سیمینار له منځپانګې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغه سیمینار په ترڅ کې به د اداري اصلاحاتو اساسات، د پروسو ساده کول، د اسنادو سیسټماتیک مدیریت، د مراجعینو لپاره خدمتونو وړاندې کولو او اداري روڼتیا په څېر موضوعات تر پوښښ لاندې ونیول شي.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS