پکتیا ولایت کې د څه کم ۳۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
Wed, Jun 25 2025 3:29 PM
21

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ښوونیزو موادو او مرستندویه خېمو د وېشلو پروسه پیل کړه.

په دې مرستو کې درسي کتابونه، د زده‌کوونکو او ښوونکو لارښودونه، اداري بستې، د ښوونکو کڅوړې او د مارکر قلمونه شامل دي، چې ټولټال لګښت یې نږدې ۳۴ مېلیونه افغانۍ دی.

د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم فاروقي د یادو درسي توکو وېش مراسمو کې، د مرستندویه بنسټ له مرستې څخه مننه څرګنده او ویې ویل: "دا مرسته به د ښوونکو او زده‌کوونکو د مسلکي او ښوونیزو اړتیاوو لویه برخه پوره او د ښوونځیو ستونزې به حل کړي."

د پوهنې وزارت مشرتابه، د همکارو بنسټونو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS