کندهار ولایت کې د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه
د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اړوند په ناخېل اباد کلي کې یو باب دیني مدرسه، چې د سیمې د خلکو په په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو لګښت سره جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت او یو شمېر ځایی چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شوې مدرسې ودانۍ؛ ۴ درسي خونې، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا برخه کې د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو او زدهکوونکو غواړي، تر څو د عامه شتمنیو ساتلو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
