د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
Wed, Oct 30 2024 11:38 AM
dfssssg

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، د یو شمېر کلیدي ادارو مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د دندو په اړه یې لنډ راپور د دعوت او ارشاد پلاوي ته وړاندې کړ.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس بدخشان ولايت ته د خپل سفر د موخو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، ديني زده کړې د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ او اصلاح کې تر ټول مهم او کلیدي نقش لري.

نوموړي څرګنده کړه: دعوت او ارشاد د اسلام د سپېڅلي دين یو له بنسټیزو دندو څخه دی، چې د همدې لپاره پيغمبران «عليهم السلام» رالېږل شوي دي.

د دعوت او ارشاد رئیس د یاد ولايت د پوهنې له مسئولينو وغوښتل، چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد«صلی الله علیه وسلم» د سنتو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او له هغو سره سم خپل صورت او سیرت برابر کړي.

نوموړي همدا راز لارښوونه وکړه، چې د يادې ادارې استازي دې د ولسواليو ټولو ښوونځيو او پوهنې آمریتونو ته د مبلغینو په توګه ور وپېژندل شي.

په پای کې د بدخشان د پوهنې ریاست مسئولینو د دعوت او ارشاد د ټولو لارښوونو او فرمانونو د پلي کولو ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS