د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هېواد بچیانو د برخلیک ټاکلو او د زده کړې د زمینې برابرولو په موخه، اوسمهال په کابل ښار کې د۲۶۲ تنو کډوالو زده کوونکو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د پوهنې د مسئولينو په وينا، په پام کې ده چې ياد زده کوونکي به د خپلو تعلیمي سویو سره سم د ښوونځيو له اووم تر يوولسمو ټولګيو کې شامل شي.
