په بدخشان ولایت کې د ۲ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ چارې پیل شوې

media-moe
Wed, Sep 18 2024 2:39 PM
ghj

د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ یو تن دیني عالم او دیندار شخصیت مولوي نجیب الله بدخشي د یاد ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د "دعوة القرآن و السنة" مدرسې لپاره چې ۳۳ کاله مخینه لري، په خپل شخصي لګښت نوې ودانۍ جوړوي.

د یادې ودانۍ ټولیز لګښت ۲ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې ټاکل شوې په دوه جرېبه ځمکه کې د ۶ درسي خونو او نورو اړینو آسانتیاوو سره جوړه شي.

د پوهنې د مسئولينو په وينا، د دغه مدرسې د جوړېدو چارې چې له وړاندې پيل شوې، په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي.

د پوهنې وزارت رهبري د بدخشان ولایت د دغه علم پرور شخص له مرستې مننه کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS