په کندوز ولایت کې د جنت باغ لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Wed, Sep 04 2024 2:40 PM
sdadf

د کندوز ولایت په آقتاش ولسوالۍ کې د جنت باغ لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر له لوري پرانیستل شوه. د ښوونځي دغه ودانۍ چې د پوهنې د ملاتړ بنسټ په مالي همکارۍ د څه باندې ۲۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، ۸ درسي ټولګي، ۲ درسي خونې، د مېزونو - څوکیو په ګډون ټول اړین توکي او یوه لابراتوار خونه لري. د پوهنې رئیس د همدغه ښوونځي د پرانیستې پر مهال وويل: هيله لرم چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به ستاسو ماشومانو ته د زده کړو ډېرې آسانتياوې برابرې شي او له زده کوونکو او مسئولينو يې وغوښتل، ترڅو د ښوونځي د ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. د سيمې خلکو په خپله ولسوالۍ کې د ياد ښوونځي له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او په سیمه کې يې د يادې ودانۍ د جوړېدو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هڅې وستايلې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS