په سرپل ولایت کې د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
Wed, Aug 21 2024 9:38 AM
sdfghjk

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني په وینا: په یاد ولایت کې د ۱۲ بابه ښوونځیو او ۲ بابه مدارسو د بیارغونې چارې پیل شوې، چې ټولټال ۸ مېلیونه ۳۰۰ زره ۸۶۰ افغانۍ لګښت پرې راځي او ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو پرژو له جملې څخه د ۱۴ بابه ښوونځيو د بيارغونې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به د زده کوونکو پرمخ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه د پوهنې رئیس وويل، له پوهنې سره يو شمېر همکارو بنسټونو ژمنه کړې، چې په دغه ولايت کې به يو شمېر مدارس او ښوونځي بېرته ورغوي.

د همدغه مدارسو او ښوونځيو مسئولينو او زده کوونکو د خپلو ښوونیزو بنسټونو د بيارغونې له امله خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS