د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د خوست ولایت له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو لیدنې وکړې

media-moe
Sun, Aug 04 2024 1:44 PM
15

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، چې د هېواد سویلي ولایتونو ته د سرحدي سیمو او ولسوالیو د پوهنیز وضعیت د څېړلو په موخه تللی و، د پکتیا ولایت تر ښوونیز وضعیت ارزونې وروسته د خوست ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني سره په ګډه، د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ د پوهنې له مسئولینو، مدیرانو، د مدارسو او ښوونځیو له آمرینو، علماوو، قومي مشرانو، د خلکو له استازو او ښوونکو سره په خنګ، د سپين خېل، کوتي، ايوب خېل، مندتي خېل، سور کوخ، منی، سپېلګي او ریزو مدارسو او ښوونځیو کې په جلا جلا توګه وکتل.

د پوهنې وزارت معین د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو د تشرېح پرمهال، د دوی نظریات، وړاندیزونه او ستونزې په دقت سره واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره په هوکړه او همغږۍ به یې اړوندو ستونزو ته حللاره پیدا کړي.

د يادو سيمو خلکو هم د پوهنې وزارت له معین څخه د دوی ولسواليو او سيمو ته په ورتګ خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS