پوهنیز نظام سره د پکتیکا ولایت د اوسېدونکو مرستې دوام لري

media-moe
Tue, Jul 30 2024 10:30 AM
561

د پکتيکا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د پوهنې په برخه کې د خلکو د ونډې په اړه وويل: د یاد ولايت د خلکو له لوري د ۸۵۰ زره افغانیو په ارزښت، په سروبي ولسوالۍ کې د "روح المدارس عيسى خېل" مدرسې لپاره د يو محراب جومات جوړېدو چارې پيل شوې دي.

همدا راز نوموړي زیاته کړه: د سروبي ولسوالۍ د پنځه خواه بدر خېل کلي اوسېدونکو هم په خپل کلي کې د یو باب مدرسې جوړولو لپاره ۱۷۵۰ متره مربع ځمکه وقف کړې ده او تمه ده، په نیږدې راتلونکي کې یې د جوړېدلو چارې پیل شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د خلکو له همکاریو او ملاتړ قدرداني کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS